IQNA

د پاکستان د کویټه په ریل تمځاي کې  په چاودنې کې د څه دپاسه سلو کسانو وینه وبهیده

13:22 - November 09, 2024
د خبر لمبر: 3490126
ایکنانیوز د پاکستان خبري سرچینو  د بلوچستان صوبې د مرکز کویټه ښار د ریل  په تمځاي کې د یوې  یوې زوروې چاودنې خبر ورکړی چې تر وروستیوپورې ئې د مړو شمیر ۲۴ او دټپیانو شمیر هم څه دپاسه اویا کسان ښودل شوی دی.

ایکنانیوز د  دنیا نیوز له قوله راپور راکوي،دغه چاودنه نن سهار د سټیشن په هغه پلیټ فارم کې وشوه چې زیات شمیر مسافران پکې موجود وو.

په راپور کې وئيل شوي د ي چې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم ترسترګو کیږي. د پولیسو سرجنې ډاکټر عایشه  وائي چې د چاودنې کابو شپیته ټپیان  په مختلفو روغتونو کې دي او درملنه ئې روانه ده

 دا په داسې حال کې دي چې د کویټه کمیشنر  وظيلي دي، دغه چاودنه ځان مرګی پيښه  ده او یوه غیر قانوني  ډلې ئې پړه هم په غاړه اخستې ده .

په راپور کې وئيل شوي دي ،امنیتي ماموران د چاودنې ځاي ته رسیدلي او پلټنې ئې پیل کړي دي ،دا هم وئيل شوي دي چې ځان مرګی د سټیشن له پرانیستې فضا دغه پلیټ فارم ته ځان رسولی  او دغه ستر جنایت ئې کړی دی.

داهم وئيل کیږي،  چې په څو دقیقو کې  پیښو ر ته تلونکی جعفر ایکسپریس ریل ګاډی  تلونکی ؤ او  دغه راز د چمن پسنجر نومې ګاډی  هم په پلیټ فارم موجود ؤ.

دپاکستان  قایمقام ولسمشر،لومړي وزیر ،د بلوچستان اعلی وزیر ،ګورنر او نورو سیاسی او حکومتی مشرانو دغه پيښه دخپل عادت په اساس سخته غندلې ده او وئيلي ئې دي چې جنایتکار ترهه ګر به له خپلې سزا بچ پاتې نشي او ډیر زر به وپيژندل او سزا شي. ډیری کارپوهان او شناندي و ائي چې په پاکستان کې دا نه لومړۍ چاودنه ده او ممکنه ده نه به هم آخري وي ،  خو هیڅکله هم دتیرو چاودنو او  ترهه ګرو بریدونو هیڅ یو جنایتکار ترهه ګر سزا شوی نه دی که کوم ترهه ګر ته سزا ورکول  کیدلی نو هیڅکله  به هم دغه شان  پیښې زیاتې شوي نه  وائ.

https://dunya.com.pk/index.php/dunya-headline/HeadLineRoznama/849451_1

captcha